سلام عليکم انکل ـــ يادونا

Share on facebook
Share on twitter
Share on linkedin
Share on whatsapp

 

تاج رحيم

سلام عليکم انکل

يو دوه  نا، پوره شل زامن لونړه ئې وو ـ  پخپله  حساب  اوجنگوئ چې  د ټولو  کشر  د  يو  کال  وه او په لاره کې بريک نه وي راغلې نو  د  ټولو  مشر  به د سو کالو وه ؟   په کور کې ئې يوه نوکره هم وه ـ وائي چې مشر هلک ئې پيدا شوې وه نو د هغه وخت نه ورکره ده ـ  يونوکر هم ورکره  وه چې د ورزې به باغبان وه او د شپې به ئې سوکيداري کوله ـ  دوئې خزه خاوند لا سيوا وو کنې دغه کور کې دوئې له زائې نه وه ـ  ما ور له  خه سلاح ورکړې وه چې ټول نارينه په جومات کې سملئ ـ هسې په زوره زوري  په کور کې زکه ميشته وو  چې د کور ټوله خرچه د دوئي په سر وه ـ

 

په ټول چم گاونډ کې د سيکټري ساحب په نامه ياديدو ـ  د کومې درجې سيکټري وه ، ما ئې لټون چرې نه وه کړې زکه چې زۀ د دې سوچ نه وزگار شوې نه وم  چې  دا دوه ويش بنديان  په دغه سرکاري بنگلې کې په سه جوړ زائيگي ـ  سرکاري بنگله لويه وه خو د دومره کسانو د پاره خو نه وه ـ  د سرونټ کواټر دوه کمرې وې نو هغې کې دوه نوکره اوسيدل ـ  په يو بيډ روم کې دوئې  خزه خاوند، پاتې دوه بيډ رومه او يو ډرائينگ روم ـ  ډرائينگ روم د ميلمنو د ناستې وه ـ  نو دوه بيډ رومه کي شل هلکان جينکئ په سه رنگ اوسيدل ؟  د سيکټري ساحب نه  مې يو سو واري تپوس اوکړو خو هغه به خبره په خندا کې تيره کړه او زما د پاره دا خبره يو سر خوگې جوړ شو-  خو د دې نه غټ سرخوگې  زما د پاره د ده   دا شل زامن لونړه ووـ 

          د سړک په يوه غاړه سرکاري بنگلې وې او په بله غاړه پرائيويټ  کورونه وو ـ  زما کور او د سيکټري ساحب بنگله يو بل ته مخامخ وې ـ  او زما د سرخوگي ټول سبب هم دغه وه ـ  دا نه چې سيکټري ساحب  يا د هغه بچي  وران کاري  وو که داسې وې نو زه به د ټول غمه خلاس وم ـ  زما د بد قسمته ټول، واړه لوئې ، زنانه  او نارينه د لکهنؤو د تهذيب خلک وه

  هم   د دوئې دا سړيتوب  او تهذيب زما سرخوگې وه ـ  زۀ چې به د کوره راوتلم ، که به سحر وه که   ماخام، که غرمه به وه که ماسپخين، ما به خه ايسته اورته اوکتل چي د سيکټري ساحب سوک زوې لور په کوسه کې خو نشته ـ چې زړه به مې ډاډ شو چې ميدان خوشې دې  نو به د خپل گيټ نه بهر راوتم  ـ  ولې بهر به مې قدم ايخودې نه وه چې لکه د پيري به يو تن ناساپه راپيدا شو او په ما به ئې غگ کړو ” سلام عليکم انکل“ ـ  ما چرې يو ورز، يو وخت  داسې نه وه تير کړې چې دا د پيريانو اولاد به زما د گيټ مخې  نه ورک وې  او زۀ د خپل کور نه ، بې سلامه وتې شوې ـ  د خدائ نه هم گيله مند وم  چې د پيريانو دې اولاد ته دې د سلام چل ولې خو ولې دې ـ

           زما عمر هغه وخت پنزه ويش  کاله وه ـ او د سيکټري مشران زامن لونړه که زما نه مشران نه وو خو په شکل  سورت  او جسامت زما نه مشران خکاريدل ـ  هر يو به سلام  بې د  ”انکل“ نه کوۀ ـ  ما به وې ، خوار شئ ، که سلام کوئ نو خير دې ، ولې زما نه مو په دې عمر کې ولې ”يونيورسل  انکل“  جوړ کړې دې ـ  يو سو پيرې مې راونيول او خه په پيزو مې پوهه کړل  چې هر وختې اول خو د سلام حاجت نشته –  که بيا هم نه قلاريگئ  نو د خدائ روئي  او منئ   د ”انکل“ دا پيغور   راته مه کوئې ـ  زۀ ستاسو نه مشر نه يم ـ  نو جواب به ئې راکړو ” ډيره خه ده انکل ” – او ما به سر له ټس ورکړو ـ

           دوه درې واري مې سيکټري ساحب ته گيله اوکړه چې  ستا دا زامن لونړه، ما په ليدو سره په ما ناساپه غگ کړي چې ” سلام عليکم انکل“ ـ  نو په ډير فخر ئې جواب راکړو ” :زما اولاد دې کنه ـ  په سړيتوب مې لوئې کړي دي –  که کوم يو درته سلام او نه کړو او انکل ئې درته او نه وئيل  نو ما ته او وايه ، زۀ به ئې په مور ــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ  ”

ما به بيا خپل سر او ټکوۀ ـ  چې خدايا د دوئې سره سه اوکړم ، چرته ترنه او تختم ! 

            وخت دغه رنگ تيريدو ـ سلامونو نه خلاس نه شوم او نه د ”انکل“ نه زما مرتبه بدل شوه ـ  ما ورته خپل تُوره ټوپک کيخودل او شکست مې قبول کړو ـ   خو هغه ورَز  زما د ډيرې خوشالئ وه په کومه ورز چې د تعليم د پاره ولايت ته روان شوم ـ  د سيکټري ساحب ټوله کورينئ سره  د وړو لويو ائر پورټ  ته راغلي وو ـ او  بلا هارونو  ئې راته اچولي وو لکه چې زۀ حج له روان وم ـ  يو سو جينکو اوخکې وچولې  او سه پکې په اوچت اواز په جړا وو ـ نو زما زړه هم په خپکان شو ـ چې جهاز ته اوختم نو لگ غوندې خپه خو وم چې زۀ د خپلو بچو نه لرې روان وم  خو بل خوا خوشاله هم وم چې د سه مودې د پاره به د ” سلام عليکم انکل:“ د ناساپه غگ نه بچ يم 

           د تعليم نه پس کينيډا ته د مستقل ميشته کيدو له لاړم او بچي مې هم هلته راغلل ـ  خه په سوکالئ او سړو غوگونو جوند تيريدو ـ  په کارونو کې داسې اخته شوم چې ورستو مخکې  رانه هر سه هير ووـ  دريش کاله تير شو ـ زما بچي لوئ شول واده شول ـ په خپل خپل کورونو شول نو هسې مې يو ورز خيال راغې چې راشه پاکستان ته به يو چکر اولګوم ـ زاړه اشنا به او ونيم ـ  د لاهور سړکونه کوسې به او وينم  چې تير شوي يادونه به لگ تازه شې ـ 

            ماخام د جهاز نه په لاهورکوز شوم ـ کور مې ساتلې وه ـ  زمونگه پخوانئ نوکره وه هغې کور سپا کړې وو ـ  ستړې وم- نو دوه شپې ورزې مې په خوب تيرې کړې ـ  په دريمه ورز چې د کوره وتم نو په گيټ مې قدم اودريد ـ دواړو ډډو ته مې     اخوا ديخوا خه اوکتل چې د سيکټري ساحب لور زوې چرته نه وي ـ ناساپه به راباندې  د ” سلام عليکم انکل ” غگ اوکړي ـ زان مې ورته تيار اوساتلو ـ او د گيټ نه بهر شوم ـ  خو هيچا راباندې غگ او نه کړو ـ  مازيگر جومات ته لاړم نو هلته مې يو اشنا هم او نه ليدو ـ ايسته اورته مې خه اوکتل چې سيکټري ساحب خو به دلته چرته خامخا وي ـ  هغه خو چرې کور به مونز  نه کولو ـ که ډير به موسم خراب وه، بادو باران به وه خو هغه  به مانزه له جومات ته راتلو او چرې به ئې مونز هم نه کزا کولو ـ  ولې نن هغه ما چرته  جومات کې او نه ليدلو ـ  نو ملا ساحب له وره لم ـ  ما نه پيجندلو ـ زما د پاره نوې وه خو تپوس مې ترنه اوکړو ” دا گاونډ کې چې سيکټري ساحب اوسي، نن مانزه ته جوړ نه دې راغلې؟“

جواب ئې راکړو ” سوک سيکټري ؟“

” هغه د شلو بچو پلار“

” د شلو بچو پلار، د کومو شلو بچو پلار ؟“ 

 ما زړه کې اوې  دا ملا جوړ نوې دې ـ دې ئې نه پيجني ـ  سړک ته را اوتم  سترگې مې لگې سمې وغړولې نو دنيا راته بدله بدله خکاره شوه ـ  د سړک سر ته دوه دنگ دنگ بلډنگونه اسمان راکوز کړې وه ـ   سړک د موټرو او ټريفک نه داسې ډک وه چې  ټورانټو کې هم د کورونود ابادو سړکونه داسې ډک نه وي ـ  ماته نا اشنا غوندې زائ  خکاره شو ـ  خو زان مې د بي سليقې روان ټريفک نه بچ کولو او د خپل کور گيټ له راغلم  ـ خو دننه لا نه ړم ـ  د گاونډي په گيټ  د ټلئ په بټن  مې گوته کيخوده ـ  لگ ساعت پس زما د عمر يو سړې را اوتلو ـ  تپوس مې ترنه اوکړو چې  مير ساحب کور شته

” سوک مير ساحب ؟ دا زما کور دې ـ  زما نوم صديقي دې“

” تاسو د کله نه دلته اوسيگئ؟ 

” له ډيرې مودې نه ـ شل دريش کالو راسې“

” سيکټري ساحب پيجنې؟“

سړې په سوچ شو ـ لکه په سوچ کې په لټون شو او بيا ئې جواب راکړو ” ستا متلب د هغې سيکټري خو نه دې کوم   چې دغې مخا مخ  سرکاري بنگله کې اوسيدو او بلا بچي ئې وو ”ـ

” هم دغه دې ـ  پته ده درته اوس چرته اوسي؟“

” ډيره موده اوشوه چې مړ دې ؟“

” مړ دي؟  کور والا او بچي ؟“

” د هغه د مرگ نه يو کال پس ئې  کور والا هم مړه شوه ـ اولاد ئې لوئ شوې وه ـ سه واده شو ـ  کراچئ ته لاړل ـ  يو دوه  دوبئ ته او يو دوه امريکې ته ـ  بس چنگ ونگ شول  او بيا ترنه نه يو خبر شوي ـ

          زړه مې  ډير خپه شوـ  ډير مې راياد شول ـ چې اوس زۀ د    

”انکل“ عمر ته رسيدلې يم  نو ټول چرته غيب شول ـ  په ما هغه خوگ غگ ” سلام عليکم انکل“ د يوې ډډې رانغې ـ لکه چې د ټريفک شور او غوغا هم غلې شوه ـ  هر خوا خاموشي شوه لکه چې زۀ يوازې په يو نا اشنا خار کې، په نا اشنا وطن، په نا اشنا زمکه ولاړ يم ـ  زړه راته  ډير په خپکان اواز راکړو:

         انشا جی اٹهواب کوچ کرو، اس شہر ميں جی کو لگانا کيا

*******