یَره سم جنتی سړې وه ـ که مسلمان نه وه نو څه وشو نیک کار خو ئې کړې دې کنه ـ زما پوخ یقین دې چې په برزخ کې به ئې کلمه وئیلې وی ـ مسلمان شوې به وی ـ هسې خو جنت ته نشی تلې کنه !
تر اُوسه چې څومره ایجادونه شوی دی ټول تش خشاک دی ـ بس دغه لاؤډ سپیکر یو داسې ایجاد دې چې ته ورته ایجاد وئیلې شې او چې په رشتیا ایجاد دې ـ دې حقیقت ته ډیر سوچ او فکر پکار دې که لاؤډ سپیګر نه وې نو د لارو موټرو او هارنونو شورزوګ، د ریل ګاډو شور، د جازونو شور، دریډوانو زوګ او د ودونو د بینډونود غوغا په دې زمانه کې د بانګ آواز چا اوریدې شو ـ دا ټول برکت د دې لاؤډ سپیکر دې چې پنځ وخته، بغیر د څه رُکاوټه د بانګ آواز هر غوږ ته رسی ـ که نن دا لاؤډ سپیکر نه وې نو هر خوا به د کفر تیاره وه ـ زړونه به مړاوی وو ـ خلق به د دین نه بې خبره وه ـ
زما دا جومات په دې علاقه کې د ټولو جوماتونو نه لوئ او په اوچت ځائ دې ـ او میناره ئې دومره دنګه ده که د علاقې د ټولو جوماتونو مینارې په یو بل د پاسه کیږدې نو زما د مینارې سر ته نشی رسیدې ـ که یقین دې نه راځې نو ګز راواخله پخپله به دې یقین راشی ـ
په شروع کې مې یو لاؤډ سپیکر لږولې وه ـ د بانګ اواز ئې په ټولو جوماتونو اوچت وه ـ خو د دې جوماتګو د مولانو په زړونه به اور بل وه ـ نو زان ته ئې دوه دوه سپیکرې اولګولې ـ ما زړه کې او وې ـ ګوره دې مولاګو ته، وزرې ئې اوکړې ـ خوښ په مو شم ـ نو ما ورته څلور کړې ـ دوئې کې یو څو هم څلور کړې نو ما ورته اته کړې ـ د کوڅې د ګوټ جومات مولاګی ځان ډیر نیغ نیغ کړو او یو ئې پرې نور سیوا کړو ـ ما وې ښا په مټو کې دې زور شته ـ ډاکې ته شه چې سره اوګورو ـ نو ما ورته د اتو نه دولس سپیکرې کړې ـ هغه ورځ نه تر اوسه د ټولو ملاګانې ماتې پرتې دی ـ زما باچائې ئې او منله ـ
شروع شروع کې به ما پخپله د سحر بانګ وې ـ زما اواز ډیر خوږ دې – خلکو به راته وئیل حضرت صیب ستاسو د سحر بانګ کې داسې سحر وې چې په ویخ سړی خوب غلبه شی ـ یوه ورځ مې ورته سوچ اوکړو نو ما وې زما مطلب خو خلک د خوبه ویخول دی ـ زه څه نورجهان یا لتا خو نه یم چې خوږې ګانې ورته اوروم ـ هسې خپلوکې ځان له خبره ده که زه هم دغه پله تلې وې نو بلا دولت به مې ګټلې وه او نن به په دې جومات کې نه وم ناست ـ سم شهرت به مې وه او اوچته سوسائټئ کې به مې ناسته پاسته وه ـ ښه سوچ مې ورته اوکړو ـ زما طالبانو کې یو هلک وه چې ډیر سپیره اواز ئې وه ـ د سحر د بانګ ډیوټی مې هغه ته ورکړه ـ ما وې اوس رانه تاسو اوده شئ ـ که د الله اکبر په اوریدو سره د کټه مو دنګلی نه وی نو زه به ستاسو حضرت صیب نه یم ـ د دې فیصلې دوه فائیدې وشوې ـ د سحر په مانزه ګنړه زیاته شوه او بله دا چې زه سحر وختی د پاسیدو نه خلاص شوم ـ
یو سحر چې طالبانو ته مې سبق ورکولو نو یو سړې کونټی کونټی کیدلو جومات ته راننوت او زما خوا له راغې ـ ما وې ګنې نا روغه دې دعا له راغې ـ راته ئې او وې ـ مُلا تا کې دومره د سړی توب احساس نشته ـ سم د سحره په بقړو شې ـ زما پشان د چم ټول مریضان دې په عذاب کړی دی ـ ما وې ښه! او طالبانو ته مې اشاره وکړه سړې پوهه شو ـ ایغ نیغ شو ـ په داسې تیزه منډه د جومات نه اوتښتید ـ چې زه ئې حیران کړم ـ
تاج رحیم