د ويښتو تاريخ – طيب خان

Share on facebook
Share on twitter
Share on linkedin
Share on whatsapp

يو ملګري رانه پښتنه اوکړه، چې ويښته مې ډير غورزيږې، داسې کومه نسخه نشته چې دا ويښته مې نور نه غورزيږې، نو ما ورته عرض اوکه، چې ولې نه، د ويښتو خو راته داسې مجربه نسخه معلومه ده، چې يو ويښته به دې هم نه غورزيږي، 

ډير خوشحال شو، وې وايه،وايه څه نسخه ده، ما ورته وې، نسخه دا ده چې نائي ته کښينه او سر پاک کل يعني کټا کړه، وې ښه نو بيا، 

ما وې بيا څه بس ويښته به دې نه غورزيږې، وې هغه څنګه، ما وې ساده سړيه چې وي نو اوبه غورزيږې، چې وي نه نو خاورې به اوغوزيږې، 

سړې خفه غوندې شو، نو مجبوري شوه د ويښتو باره کښې مې ورته ټول تاريخ، سود او زيان او هر څه په ګوته کړل، تاسو ئي هم اوګورۍ، او نفع ترې واخلۍ، 

ويښته کوم ښه څيز دې، ټول غمونه په وېښتو کښې دي، فارغ البال خو فارغ الوبال وي، 

ګورۍ کنه سپګې په هغه چا کښې کيږي چې ويښته لري، چې ويښته نه لري، نو د سپګو غم نه لري، د ګمنځ غم نه لري، دبرش او شيمپو غم نه لري، او داسې نور ډير غمونه نه لري، 

ټول عاشقان د محبوب د زلفو د لاسه خوار و زار وې، 

چې محبوب ګنجې وې، نو عاشق ئي د زلفو د غمه هم خلاص وې،، 

که ويښته ښه څيز وې نو نائي به د سر خرولو پيسې نه اخيستې، ويښته هم واخلي او پيسې هم، 

د حج يا عمرې نه چې څوک راشي نو سر ئي پاک خرولې وي، چې د هغې نه پته لګې چې اوس سړې حاجي شو، 

ګنجيان اکثر معزز خلق وي، دليل ئي دا دې چې څومره غټ مخفل وي، که مشاعره وي، که سياسي محفل وي، يا کومه ادبي غونډه وي، مشر ميلمه ئي يو ګنجې وي، دبعضو غونډو د مشر ميلمه کيدو ړومبې شرط هم دا وي، چې سړې ګنجې وي، 

د نړۍ خلک د ټيکنالوجۍ په تګ اخته دې او زمونږ خلک د ويښتو غمونو اوخوړل، څوک وائي ويښته مې پريوزي او څوک وائي ويښته مې سپين شو، 

په ځوانۍ کښې ځوانان هغه کارونه کوي چې ويښته سپينه وي او چې ويښته ئي سپين شي نو بيا ئي د تورولو په غم اخته شي، بعضې کسان د ناپوهۍ او د تجربې د کمي په وجه د ويښتو په ځائي ځان له مخ تور کړي، 

د ويښتو سپينيدو او غورزيدو څه علت او وخت نه دې معلوم خو چې څوک زر واده اوکړي نو زر ګنجې شي او که لږ وروستو واده اوکي نو لږ وروسته ګنجې شي، 

د ګنجي کيدو بد مرغي يا نيک مرغي دومره عام شوې ده چې د بازار په منځ کښې اواز اوکه چې اې، ګنجيه،،نو د شلو نه زيات کسان به درته مخ را تاؤ کړې،

قيافه شناسي کښې دا وائي چې فراخه تندې د خوش بختۍ نښه وي، نو دا نښه د يو ګنجي نه زياته په چا کښې ليدل کيدې شي، دومره فراخه تندې چې نااهله سړې خو په کښې د تندي او سر هډو فرق نشي کولې، خو د ياد وړ ده چې بعضي تندي د بلوچستان د صوبې په شان هم وي، چې رقبه زياته لري او ابادي کمه، 

په ګورو ويښتو کښې سپږه لټول داسې وي، لکه په ګور ځنګل کښې په سويا نيولو پسې ګرځيدل، ولې نيم ګنجي سر کښې دا دومره اسان کار دې لکه غوږ له ګوتې وړل، هغه داسې چې د ګور سر سپږې هم د سر په ځنګل کښې پټې ګرځي، ولې د نيم ګنجي سر سپږې چې کله د ويښتو برخه کښې ځان د ګنجي په وينو موړ کړي نو د مستۍ او غزونو د پاره دې ميداني علاقې ته را ووزي هم دغه ئي . ګيرولو وخت دې او که ګيروې ئي نه هم خو چې هسې په سر لاس راکاږې، نو سپږه به د خاورو خوراک کړې،

لیکوال : طیب خان