کـــــړَنګـــــــــونه دَ سِتـــــــــــــــار
رياضت دے زمـــــــــــا کــــــــــــار
پۀ نغمـــــــو کښې پۀ هـــــــــر تار
پــــــــــرده اخلـــم دَ اَسْـــــرار
دغــــــه زيست ، دغـــــه روزګــــار
دست به کــــــار او دِل به يــــــار
دَ شېــــر شاه پۀ شــانې را کا
چــــې لائق وي دَ دستــــــــار
چې دا خـــــــــوار اولس ودان کا
هم پۀ کلــــي ، هم پۀ ښــار
چـــــې دَ امــــــن ضمانت شي
چـــې نۀ شــــــــر وی نۀ شــاتار
پښتــــــــون لۀ شعور ورکــــــــړې
دَ هنــــــــــــر او دَ روزګــــــــــــار
دے اولس لۀ مټـــــــی راوړې
چې غليم تـــــــــــرې کـــــوی ډار
قسمتــــــــــــونه ئې رڼــــــــا کړې
چې پۀ شــــــا شي دندوکـــــــار
پۀ عالم کښــې بيا اوچت شي
او حاصل کړي زوړ وقـــــــــــــار
بيــــا به هاغه پښتــــونخوا شي
بيـــــا به هاغـــــــــــه لاله زار
بيا به هــــر پلـــو سپــــرلے شي
بيا به هـــــر پلـــو بهـــــــــــــــــــار
خیام یوسفزے