سانده – فيروز آفريدے

Share on facebook
Share on twitter
Share on linkedin
Share on whatsapp

تۀ چې زما نه فرمائيش د څة غزلو کوې

او د جانان په سرة لبانو څة شعرونه غواړې

تاته معلومه ده چې مونږ کره خو مړى شوى 

زمونږ کةرونه په بمونو او په هةر سوى دى 

زمونږه مړى هم په قبر کښې چاپريخى نه دى 

زمونږ پټة کښې اوس مةر چگ او خندقونه جةړ دى

زمونږ تويونو کښې اوبة د وينو رنګ اخيستے

زمونږ کوهى هم د بگ سره مړو ډک پراتۀ دى 

زمونږبچى په خپل وطن کښې اوږى ټګى ګرځى

په خپله خاوره مهاجر دى په خيمة کښې اوسى 

لوڅ سر پښې ابله در په در ګرځى خيرات غواړى

زمونږ تةر سرې په امداد پسې اوس منډې وهى

يو خوا د لوږې مرى اوبل خوا نامعلومه دښمن 

د ګلالة بچة سرونه په چړة غوڅوى

د ډار،وېرې او هزيان په داسې حال کښې اوسى

چې نه ژړلے شى او نۀ ئې د خُلگ کوکې اوځى

سترګې ئې بقې راوتلې دى يو بُل ته ګةرى

نۀ چرته تللے شى او نۀ چاته فرياد کوے شى 

نۀ شى څوک درس وئيلے نۀ څوک ښونځى پېژنى 

خداے زده چې څۀ رنګه ژوندى دى دغه پاتې خلق

څوک رنځوران ډېر ليونى دى دغه پاتې خلق 

د دوئى په مخ باندې سُرخى نشته او نُور نشته 

خړپړمخونه ، زندګى نشته غرورنشته 

نو زما ګرانه تۀ په خپله په دگ ښۀ پوهېږې

چې مسافر او مهاجر شاعر به څۀ اووايى 

بگ له ژړا او ساندو نةرڅۀ راته پاتې نۀ دى

زما د سترګو نه د اوښکو په ځاے وينې څاڅى 

په نامعلومه ګناه ژاړمه او ساندې وايم 

تاته به څنګه يا قربان اويکه ځار اوکړمه

 

فيروز آفريدے