دَ تدبيـــــــر تقديــــر راغلے – خیام یوسفزئ

Share on facebook
Share on twitter
Share on linkedin
Share on whatsapp

 دَ تدبيـــــــر تقديــــر راغلے چــــــــې تضاد دے

پــــــاتې شـــــــــــوې لۀ ارمه بيــــــــا شداد دے

هر څه هر څه رانه هېر شي ستا پۀ ياد کښې

چې هېرېــــــــــــږي زما نۀ صرف ستا ياد دے

 

زما ذهـــن پـــــــــــرې بې کچه مُعطـــــــــــر دے

بيا شمال دې بُــــــوی راوړې له هېـــــواد دے

 

ډېــــــــر ځپلے  يمـــــــه ستا دَ  غم  يــــــــاجوجو

کۀ تاؤ کړے ما حِصار تــــــــرې دَ فولاد دے

 

 

خیام یوسفزئ
ریاض، سعوری عرب

Pukhto.NET