آذاد غلام – طیب خان

 

ناجاڼه کلې دې هر خوا ته چم،په چم ويره ده

څه بوږنوونکي خاموشي ده دم په دم ويره ده

 

د مساواتو اسرافيل شپيلۍ د حشر پوکي

په هره لوږه د مرګ ويره په هر غم ويره ده

 

بيا بارانونه د سپرلي شو د اشنا خيالونه

زړګيه ستا د ښوئيدو په هر قدم ويره ده

 

مينې چې کوم طرف ته مخ کړې انقلاب راولې

تانه د هرې کرکې ويره هر ستم ويره ده

 

د حادثو سمندرونه ډوبيدل چې په کښې

نن هغې زړونو ته را پيښه د شبنم ويره ده

 

تر څو به سيزي دا زما ساړه، ساړه اهونه 

ما سره ستا د بې رخۍ د جهنم ويره ده

 

دا بت شکن حالات د زړونو بت کدې نړوي

ما سره ګرانه ګورې هم د خپل صنم ويره ده

 

آذاد غلام – طیب خان

اسلام آباد پاکستان

 

{{ reviewsTotal }}{{ options.labels.singularReviewCountLabel }}
{{ reviewsTotal }}{{ options.labels.pluralReviewCountLabel }}
{{ options.labels.newReviewButton }}
{{ userData.canReview.message }}