زار پښتون وطنه،شمه زار ستا۔۔۔۔ نور العین عینی

Share on facebook
Share on twitter
Share on linkedin
Share on whatsapp

      د رحمان بابا غزل مسرۍ باندي زما يو طرحي غزلطرحي مصرع……

ته زما طبيب ئي زه بيمار ستا
غزلغم په اور سيزلی دی افکار ستا

 

ولي دي پښتونه! زړه فګار ستا
نن مي په جانان وطن ماتم دي
زار پښتون وطنه،شمه زار ستا

هر شاعر ديوان درته لوګي که
داسي ښکلو سترګو کښي ګفتار ستا

ستا ستم مي اوس د زړه مرهم دي
ته زما طبيب ئي زه بيمار ستا

پيغلي !ننګيالی جانان په وينو
خال دي په تندي که ډول سنګار ستا

ګرځم چي ده مړي سترګي خماري
وړئ مي نشي سترګي ديدن بار ستا

خپي مي په مزل پرهر پرهر شوي
چرته دي جانانه کلي ،ښار ستا

ستا د پاکي ميني په ارمان کي
مړه شوه پښتنه په انتظار ستا

عينی! د وطن سندري وايه
وران مه شه بلبلي،لاله زار ستا

  غزل۔ نور العین عینی