******* زما د يو کلام نه انتخاب شعرونه*********
څـوک چـې ژبې ته کـوز ګوري هغه څۀ وي ؟
دَ حُباب پشــان بې کچـــه ، بې بقــا وي
دَ ځـوانۍ پۀ ملک لښکــر دَ عشرت ډېر وي
خــو پيري چې راشي بيـا ئې کــږه مْـلا وي
خـو تېر شوې وخت به چـرته راستـون نشي
کــۀ همېش دي پســــې چغـــې واوېـــلا وي
کۀ عزت غـــــــواړې دَ بل به هُــم عزت کـړې
بې عزتــي کۀ دَ بل اوکــړې دا به ستـــا وي
دَ وفــا کۀ يـــو قدم درســــــــره واخلـــــي
سَــــل قدمـــــــه دَ يارانــــو بيـــا جفا وي
تېرې هېـرې کا راتلـــــــونکې چپې شمــاره
مېنځ کښې ستانه کۀ ئې شمار چرې خطا وي
خیام یوسفزئی ریاض سعودی عرب